انصار: ( د چنګاښ ۲۳ مه)، پر څه باندې ۶۰ طالب چارواکو د ملګرو ملتونو د بندیزونو له اعلان وروسته، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین له امنیت شورا څخه د دغو بندیزونو د لېرې کولو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي شاهین ویلي:«باید دغه شان ټول بندیزونه چې، نړۍوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د تعامل په مخ کې خنډ دي باید لېرې شي، چې یوه مثبت تعامل ته لار هواره شي.»
په دې نوملړ کې دا نومونه شامل دي: د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند، د هغه درې مرستیالان( ملا عبدالغني برادر، ملا عبدالسلام حنفي، ملا عبدالکبیر)، د طالبانو د کابینې غړي: د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د استخباراتو لوی رئیس ملا عبدالحق وثیق، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د سرحدونو او قبایلو وزیر نورالله نوري، د ټرانسپورت او هوانوردۍ وزیر حمید الله اخوند، د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف، د فواید عامې وزیر محمد عیسی ثاني، د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر نجیب الله حقاني، د ښار جوړونې وزیر حمد الله نعماني، د برېښنا او اوبو وزیر عبدالطیف منصور، د معادن او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري، د مرکزي بانک رئیس نوراحمد آقا، د کډوالو وزیر خلیل الرحمان حقاني، د سراج الدین حقاني ورور یحیی حقاني، د کابل امنیه قومندان ولي جان حمزه، د کورنیو چارو وزارت د اطلاعاتو رئیس رحمت الله کاکا زاده، د حقاني شبکې څو غړي: محمد طاهر حقاني، شمس الرحمان حقاني او محمد مسلم حقاني.
پر دې سربېره د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې لوی رئیس ملا نور الدین ترابي، د سرې میاشتې لوی رئیس شهاب الدین دلاور، د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال محمد زاهد، د سوداګرۍ وزیر مرستیال قدرت الله جمال، د ملا هبت الله مالي مشاور جان محمد مدني، د چارو ادارې چارواکي سید غیاث الدین او عبدالولي صدیقي، د ملا هبت الله د فرمانونو د عملي کیدو د څار ادارې مشر شمس الدین شریعتي، د امر بالمعروف وزارت مرستیال احمد شهید خېل، د مالي تفتیش ادارې مرستیال عزالله حقاني، د مالیې وزارت مرستیال عبدالقادر حقاني، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزی، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال سعدالدین سعید، د کابل ښاروالۍ مرستیال عصمت الله عاصم، د حوادثو ادارې مرستیال عباس آخوند، د هلمند قول اردو قومندان عبدالصمد اڅکزی، تهران کې د افغان سفارت طالب سکرتر محمد علیم نوراني، د کندهار د قبایلو رئیس محمد رسول ایوب، د لوړو زده کړو وزارت څو چارواکي:( ابراهیم عمري، عبدالباقي حقاني او فضل الله ربیع) د مسلکي زده کړو ادارې مرستیال نیک محمد، د کابل پوهنتون استاد عبدالقدوس مظهري، د ننګرهار والي حاجي ګل محمد، د لوګر والي ضیا الرحمان مدني، د دفاع وزارت مرستیال فاضل مظلوم او د دغه وزارت څو چارواکي: عبدالجبار عمري او عبدالرحمان آقا شامل دي.
پر طالب چارواکو سربېره د دوی څو ملاتړي سوداګر چې د نشه یي توکیو په قاچاق تورن دي هم په دغه لیست کې شامل دي.
د دوی نومونه عبدالحسیب علیزایي، فیض الله نورزی او ملک نورزی یاد شوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32479